IQNA

د یمن د انقلاب د کلیزې په مناسبت په قرآن سره  د وسلوال ځواک پریډ ترسره شو (فیلم +انځورونه)

7:25 - September 23, 2023
د خبر لمبر: 3487993
ایکنا-(صنعاء) د یمن د ولسی انقلاب د نهمې کلیزې په مناسبت ددغه هیواد وسلوال ځواک پریډ ترسره کړچې په دغه پریډ کې د قرآن کریم عظمت او احترام نندارې ته وړاندې شو.

ایکنا د المسیره خبری چینل له قوله راپور راکړ،  دغه پوځي پریډ  د یمن د انصار الله ولسي غورځنګ  د رهبر عبدالمالک الحوثي ،د سیاسی شورا د مشر مهدی المشاط،د پارلیمان استازو ،وزیرانو او سیاسی اوپوځي شخصیّتونو پّ شتون سره ترسره شو.

په دغه پریډ کې  د یمن د پوځ  د وسلوال ځواک مختلفو یونټونوګډون وکړ.

دا د یمن د ولسی انقلاب له بریالیتوب له وخت او د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشت  پّ دغه هیواد د دامریکائي سعودي ائیتلاف د تیریو له پيلیدا راهسې  د یمن د پوځ ترټولو لوي نمایش  دی.

رژه نیروهای مسلح یمن با قرآن کریم در سالگرد انقلاب 2014 + فیلم / اماده

همداراز په دغې ملی ورځې د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر عبدالمالک بدرالدین الحوثي د دغه هیواد دپوځي توانمنیو او پراختیا اوترقۍ په باب وینا هم وکړه . الحوثي د ستمبر د۲۱ د انقلاب  دکلیزې په مناسبت پخپلې وینا کې ټينګار وکړ، یمن توغندوی ټیکنالوجي لري . هغه زیاته کړه، دغه هیواد دخپلو لرواټنه توغندیو په پراختیا بوخت دی .

د انصارالله غورځنګ رهبر دې ته په اشارې سره چې دیمن د وسلوال پوځ په ضد بندیزونه  ددوی د پوځي صنائعو د پرمختګ سبب شوي دي ووئيل؛ دغه چاره د تیریګرو له موخو صره په تضاد کې وه.

الحوثي  د دښمن له دسیسو سره په مقابلې کې د پوځ دغه بریالیتوبونه وستایل او وې ويل ،د امریکا حکومت په یمن کې له درز او تفرقې څخه په ناوړې استفادې سره ،ددغه هیواد په ضد دخپلوغلیمانه سیاستونو په تپلو پسې ده .خو نور وخت ترې تیر دی و د یمن ولس په وحدت او یووالي سره د استعمار اواستکبار او دتیریګرو دغه ټوله دسیسې شنډوي.

 https://iqna.ir/fa/news/4170333  

captcha